د مطلب په اړه جزییاتAuthor, هدایت
الله همیمدنده, بي بي سي۵ سلواغه ۱۳۹۵ - ۲۴ جنوري ۲۰۱۷
دد
افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي، د جوزجان ولایت د پخواني والي احمد ایشچي د شکایت پربنسټ یې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د نهو ساتونکو د نیولو امر کړی دی.
ښاغلي ایشچي څو اونۍ وړاندې ادعا کړې وه چې ښاغلي دوستم او ساتونکو یې بندي کړی او ناوړه چلند یې وسره کړی او پر ده یې د جنسي تېري هحه کړې.د ولسمشر
محمد اشرف غني دفتر هم هغه مهال وویل ددې ادعا د ارزونې لپاره یوه قضايي ډله ټاکي.